اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) په سېنېټ كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) پارليماني لارښود او د حكومت د مذاكراتي كمېټۍ وياند عرفان صديقي وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف د مذاكراتو مېز ته راتلل يو لوے پېشرفت دے٬ حكومت ددې اقدام ستائنه كړې ده او پراخه زړه سره دا معامله مخ په وړاندې بوتلل غواړي٬ مذاكرات د مسئلو حل دے او د دې د كاميابۍ امكانات موجود دي۔ تېره شپه يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې كښې ده ووئيل زمونږ سترګې د جنورۍ 2 مې نېټې ته دي ٬ دوئي به خپل چارټر آف ډيمانډ راوړي٬ حكومتي كمېټي ??ه د مطالبو جاج اخلي او ممكنات او مشكلات ته به كتلې شي۔ ده ووئيل غواړم چې پي ټي ??ئي د 31 جنورۍ ډېډ لائن څخه وړاندې خپل معاملات ترسره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مذاكراتي كمېټۍ په اولنۍ غونډه كښې فريقېنو په دې اتفاق كړے دے چې كمېټۍ څخه د بهر لارښودو بيانونه بايد په مذاكرات اغېز ونه لري۔ ده وويل كه دواړه كمېټۍ كومې نتيجې ته ورسي نو مونږ به تجاويز ولرؤ كوم به چې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ عرفان صدیقی پارليمنټ څخه بهر پي ټي وي سره خبرو كښې ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود جمهوري رواياتو ته وده وركولو له د خپل ګوند د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) د مسئلو حل كولو او د هېواد مخ په وړاندې بوتللو له څو څو وارې تعميري خبرې كړې دي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان تحريك انصاف بهترۍ لپاره د مذاكرات بلنه وركړې ده٬ مسلم لیګ (ن) معاشی استحکام ترلاسه كولو له چارټر آف اكانومي تجويز كړے دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مذاكراتي كمېټي ??ه د جمهوري تګلارو له مخې خبرو له اپوزيشن سره رابطه كښې پاتې كيږي۔ عرفان صديقي ووئيل معاملات لا پېچلې جوړول د حكومت په حق كښې نه دي۔
متعلقہ مضامین
-
MG Online ایماندار بیٹنگ ایپ - آپ کا قابل اعتماد گیمنگ پارٹنر
-
MT آن لائن شہرت بیٹنگ ویب سائٹ
-
Two bodies recovered, nine still missing after Chitral avalanche
-
Financial irregularities in OPFHS : PM Nawaz forms inspection committee, orders report
-
Former Balochistan CM failed to use Rs 40bn development funds
-
گارڈین آف فائر اینڈ آئس ایپ: تفریحی سرکاری ویب سائٹ
-
شعلہ ماسک ٹرسٹڈ بیٹنگ پلیٹ فارم – ایک قابل اعتماد انتخاب
-
FTG کارڈ گیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک کی مکمل تفصیلات
-
لکی راٹ انٹرٹینمنٹ کا سرکاری داخلہ اور نئے دور کا آغاز
-
فروٹ کینڈی آفیشل ڈاؤن لوڈ کا طریقہ اور تفصیلات
-
ورجینیا الیکٹرانک انٹیگریٹی انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ ایک جدید ڈیجیٹل تجربہ
-
منی ٹری ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ لنکس کی خدمات اور اہمیت