اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي كسان په رضاكارانه توګه خپلې ګرفتارۍ وړاندې كوي٬ د پي ټي آئي ب??ني اين آر او غواړي ٬ په اسلام آباد كښې ژوند د معمول له مخې دے ٬ لارې پرانستې دي ٬ د ځينې بند لارو ذمه وار تحريك انصاف دے٬ د ښار امن به بحال ساتلے شي٬ چا ته به د امن خرابولو اجازه وركولې نه شي ، د پي ټي آئي كسان په رضا كارانه توګه ګرفتارۍ وركوي٬ د پي ټي آئي ب??ني اېن آر او غواړي٬ هغه بايد عدالت ته رجوع وكړي۔ د اتوار په ورځ د پلازمينې بېلو برخو دورې كولو په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل په وفاقي پلازمينه كښې لارې پرانستې دي او كومې چې بندې دي هغه د تحريك انصاف دلاسه دي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف خپل خلك نه غواړي چې د دوئي لارښود بهر راوځي ٬ د پنجاب په شمول بېلو برخو څخه اطلاعات ترلاسه شوي دي چې د پي ټي آئي كسان په رضاكارانه توګه ګرفتارۍ وركوي ولې چې هغوي اړې ګړې رامخې ته كول نه غواړي۔ ده ووئيل چاته به د اړي ګړي رامخې ته كولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل پي ټي آئي تل سركاري او د خلكو املا??و ته زيان رسولے دے۔ په كال 2014ء كښې په دهرنه كښی پي ټي آئي په پي ټي وي بريد وكړو۔ په 9 مئي يۍ بريدونه وكړل٬ د شهيدانو يادګارونه يۍ ړنګ كړل۔ نن هم دوئي هم دغه كوي۔ دوئي ډيل غواړي۔ دا د عدالتونو كار دے ٬ دغلته دې خپل كېس م?? په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل د حكومت اقداماتو سره د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے دے۔ په ګرانۍ كښې كمې راغلې دې۔ د بېلاروس صدر پاكستان ته راروان دے٬ نن د بېلاروس كاروباري پلاوې پاكستان ته رارسي۔ ده ووئيل تحريك انصاف دې ووائي چې دوئي په كومه اولسي مسئله بهر راوتلې دي؟ ده ووئيل په برېښنا وړاندې څخه سبسډي وركړې شوې ده٬ وزیراعظم ونټر پېکېج اعلان كړے دے٬ ونټر پېکېج سره به په بلونو كښې يخنۍ كښې ??م كمې كولې شي٬ ګر??ني م?? په كمېدو ده٬ اولس ته آسانۍ وركولې شي۔ خو دوئي په ضد دي چې مونږ احتجاج كوؤ۔ د دوئي احتجاج د څه څيز په ضد دے۔ يوازې دا غوښتنه كوي چې زمونل لارښود خوشې كړۍ۔ ده ووئيل امن په ځاے ساتل د حكومت ذمه واري ده۔ داخله وزير امن باوري كولو له د صورتحال پرله پسې جاج اخلي او دا خبره باوري كوي چې دلته پلازميه كښې امنيتي انتظامات په زړه پورې وي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرؤ چې حالات به پرامن وي۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت پرمختګ كوي ٬ د بېلاروس صدر ته به هركلې وايؤ٬ هغه پاكستان ته سرمايه كارۍ كولو له راروان دے۔ ده ووئيل پاكستان په دې وروستيو كښې د اېس سي او كنفرنس وكړو٬ ملګري هېوادونه دلته سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي تل ملګرو هېوادونو سره د اړيكو خرابولو هڅه كړې ده او اوس په اسلام آباد كښې اړې ګړې رامخې ته كولو له راروان دي۔ ده وئيل دوئي بايد خپله صوبه كښې امن بحال كړي٬ د كرم ايجنسۍ د خلكو غم چا سره نشته۔ په كرم ايجنسۍ كښې نن هم لاريونه ويستلې شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير په خپله ګاډې ډرائيو كولو سره د اسلام آباد د بېلو برخو دوره وكړه۔ په دې موقعه ده پوليس ځوانانو ٬ افسرانو او عامو وګړو سره ملاقات وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
LSE to set up Jinnah Chair
-
World leaders condemn terrorist attack in Lahore
-
Pakistan donates IT lab to Sri Lanka
-
FTG کارڈ گیم کی سرکاری تفریحی ویب سائٹ
-
ورجینیا الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ آفیشل انٹری کی سرگرمیاں اور مستقبل کے منصوبے
-
سلاٹ مشین آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی خصوصیات اور فوائد
-
ایم جی کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ: کھیلنے اور جیتنے کا بہترین پلیٹ فارم
-
این ایس الیکٹرانک انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی جدید سہولیات
-
Hula Prestige Betting App: کھیلوں کی شرط لگانے کا بہترین پلیٹ فارم
-
گیلی الیکٹرانکس کریڈٹ انٹرٹینمنٹ لنک کی جدید سہولیات
-
PT آن لائن انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ گیٹ وے کی جدید سہولیات
-
لاٹری سٹی ایماندار تفریحی پلیٹ فارم کی منفرد دنیا