اسلام آباد۔23نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پی ټی آئی سره په كومه هم كچه خبرې اترې يا مذاكرات نه كيږي ٬ پي ټي آئي تل د ه??وا?? ګټو ته زيان رسولے دے ٬ كله هم چې د كوم ه??وا?? صدر پاكستان ته راځي يا دلته كوم كنفرنس كيږي دا خلك د احتجاج كال وركوي۔ ٬ په تېر وخت كښې دوئي د چين د صدر دوره لمينځه يوړله او اوس د بېلاروس د صدر دوره ناكامه كول غواړي٬ د پاك پوځ ځوانان د ه??وا?? په خاطر د ځانونو قربانۍ وركوي ٬ د خېبر پښتونخوا اعلی وزير په صوبه كښې د امن بحالولو په ځاے خپل پام احتجاج پلو ګرځولے دے٬ ښه به دا وه چې علي امين ګنډا پور د خپلو خلكو اوښكې پاكې كړې وې٬ د اسلام آباد هائی کورټ احكاماتو څخ?? وروستو د پي ټي آئي احتجاج غير قانوني دي ٬ اوس چې څوك هم راځي ګرفتارولې به شي٬ املاك ته زيان رسوؤنكو له به نتيجې سره مخامخ كېدل وي٬ كه افس??ان چې په سياسي هلو ځلو كښی برخه اخلي د هغوي په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د خالي په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښی خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل پاكستان ته بېلو ه??وا??ونو څخ?? سرمايه كاري راروانه ده٬ معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ ګراني 32 فیصده څخ?? كمېدو سره 6.9 فیصده ته راغلې ده۔ د روان مالي كال په اولنو درې مياشتو كښی بهر ه??وا??ونو څخ?? پاكستان ته د 8.8 ارب ډالر ترسیلات راغلي٬ د سود شرح كمېدو سره 15 فيصده تره راغلې ده۔ ده ووئيل د پاکستان سټاک مارکیټ په ګرده نړۍ كښې په دويم لمبر رامخې كېدونكې سټاك ماركيټ جوړ شوے دے۔ ده ووئيل كله هم چې كوم ملګرې ه??وا?? پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي نو پي ټي آئي د احتجاج كال وركړي۔ پي ټي آئي په تېر وخت كښې دوئي د چين د صدر دوره لمينځه يوړله او اوس د بېلاروس د صدر دور ناكامه كول غواړي۔ ده ووئيل يو اړخ ته اسلام آباد انتظاميه ښا?? ښكلے كوي ٬ د پاكستان او بېلاروس بېرغونه لګولې شي او بل اړخ ته د خپلو وګړو امنيت لپاره پرېشانه ده٬ آيا د دواړه كارونه په يو وخت كېدے شي۔ ده ووئيل پی ټی آئی سره په كومه هم كچه خبرې اترې يا مذاكرات نه كيږي۔ د پي ټي آئي او د پاكستان د دښمنانو سوچ يو دے۔ داخله وزير محسن نقوي د اسلام آباد هائي كورټ په احكاماتو عمل كولو سره يوازې يو وارې بېرسټر ګوهر سره رابطه وكړه او هغه ته يۍ ووئيل چې د اسلام آباد د هائي كورټ د احكاماتو له مخې په وفاقي پلازمينه كښې كوم ډول احتجاج ٬ دھرنا يا لاريون غېر قانوني دے۔ اوس چې څوك هم احتجاج لپاره راځي هغه به ګرفتارولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل په كرم ايجنسۍ نور 37 كسان وژلې شوي دي خو د خېبر پښتونخوا اعلی وزير دغلته د تللو زحمت ه?? و??كړو۔ دې بايد هلته تلې وې او دا يۍ وئيلې وو چې زه د مسئله حل كول غواړم٬ انكوائري كوم دغسې چې امن بحال شي۔ وفاقي وزير ووئيل سويلينز او پوځي اهلكار وژلې شوي دي او دے په اسلام آباد بريد كول غواړي۔ عطا تاړ زياته كړه چې بشری بي بي د سعودي عربستان په ضد بيان ولې وركړو؟ هغه د نړيوالو اړيكو تجربه نه لري۔ هغه دا خبرې ځكه كول غواړي چې هغه ملګرو ه??وا??ونو سره د پاكستان اړيكې خرابول او د پرمختګ كار بندول غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پی ټی آئی كښې ګروپ بندی زياته شوې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كوم ه??وا?? څخ?? چې دوئي ډالۍ راوړلې نن د هغوي په ضد خبرې كوي۔ ده ووئيل په مسجد نبوي كښې پي ټي آئي ناوړه حركت وكړو۔ ده ووئيل مذهب او سياست بايد مكس نه كړے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي احتجاج كوي او يوه خبره كوي چې زمونږ لارښود خوشې كړۍ۔ ده ووئيل دا عدالتي چارې دي ٬ د غېر قانوني احتجاج اجازت به بالكل وركولے نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل ترھګرۍ په ضد پاك پوځ په ښه ډول چمتؤ دے٬ وفاقي حكومت په دې لر كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده زياته كړه چې صوبې دې هم د خپلې ذمه وارۍ احساس وكړي۔ پوليس فورس دے سياسي چارو څخ?? لرې كړې شي او د دوئي خذمات دې د اولس خېر ښېګړې او د هغوي د ځان او مال تحفظ له وكارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
مکاؤ ڈریم آفیشل انٹرٹینمنٹ پورٹل
-
Finance minister calls on WB vice president
-
US drone strike disrupted Afghan peace process, says Maleeha Lodhi
-
ECP declares Anita Irfan as MPA on reserved seat in Balochistan
-
Police detain 19 suspects in pre-dawn raids
-
Khan says Punjab still hosts many armed groups
-
Adamson presents certificates to Australia Awards scholars
-
R88 الیکٹرانک سرکاری تفریحی ویب سائٹ: نئی دور کی ڈیجیٹل خدمات
-
ٹی پی کارڈ گیم اے: تفریح اور ذہانت کا حسین امتزاج
-
این ایس الیکٹرانک ایماندار بیٹنگ ایپ: ایک محفوظ اور شفاف بیٹنگ کا نیا دور
-
ٹی پی کارڈ گیم اے: تفریح اور ذہانت کا حسین امتزاج
-
ورجینیا الیکٹرانک انٹیگریٹی انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ ایک جدید ڈیجیٹل تجربہ