اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي نان پاکستانیانو ته هيڅ ډول شناختي كارډ يا پاسپورټ نه جاري كېږي، اېف آئي اے د بشري قاچاق په اړه متحرك ده، د اسلام آباد په كوم هم مخصوص سیکټر كښې ډویلپمنټ چارجز لاګو نه دي، الاټیز له په قسطونو كښې د ادائیګۍ سهولت وركړے شوے۔ده د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمي په مهال د بيلو غړو د ضمنی پوښتنو ځواب وركولو۔ د اسمبلۍ غړو سحر کامران او نور عالم خان د ضمنی پوښتني په ځواب وفاقی وزیر وو??يل پاسپورټ آفس كښې نوې سکینرز او مشینونه لګولې شوي، د پاسپورټ ټول نظام ښه كړے شوے، د افغان وګړو په اړه د دستاویزات تھری ټیئر لیول سکروټنی کیږي۔ده وو??يل د پاسپورټ حتمی اجراء څخه وړاندې ټول کوائف د نادرا ډیټا بیس څخه تصدیق کیږي، فیملی رجسټریشن سرټیفیکیټ (ایف آر سی) څخه هم د پاسپورټ تصدیق کیږي۔ ده وو??يل د فیك پاسپورټ په اړه تر اوسه كوم كيس نه دې رپورټ شوے۔ده په ډاګه كړه چې څوك هم پاکستانے نه وي هغه ته د پاکستان شناختی کارډ او پاسپورټ نه جاري كېږي،په دې اړه قوانین شته۔ده وو??يل پاسپورټ آفس كښې د تصدیق بشپړ میکنزم شته،بشپړه پروف وركولو نه پس پاسپورټ او نادرا څخه شناختی کارډ جاری کيږي۔ نادرا كښې د اېف آر سی نظام دې لپاره جوړ شوے ؤ چې د ټولي كورنۍ تصدیق وشي۔ده وو??يل كوم غړي سره چې كوم مخصوص کیس وي نو هغه دې په ډاګه كړي،نوټس به اخستلې شي۔د قامي اسمبلۍ غړو شرمیلا فاروقی او عبدالقادر پټیل د ضمنی پوښتنو په ځواب ده وو??يل په 29 اپریل 2024 نېشنل سائبر کرائم انوسټی ګیشن ایجنسی رولز جوړ شوي وؤ، د ریګولر چیئرمېن او نورو عهدیدارو د تقررۍ په اړه معاملات باندې غور كېږي٬راروانو دوو مياشتو په مهال به دې ته حتمی شکل وركولې شي۔ده وو??يل سائبر کرائم ونګ اېف آئی اے ترمخه كار كوي، په سائبر کرائم کیس د پیکا ایکټ ترمخه اېف آئی اے کارروائی کوي۔ده وو??يل يو سياسي ګوند بشپره هڅه كړې چې د زدكوونكو د لاري امن خراب کړے شي،په دې اړه د پنجاب وزیراعلیٰ تفصيل سره پرېس کنفرنس کړے او ټول حقائق يې اولس ته وړاندې كړي۔ده وو??يل د هتك عزت قانون د پنجاب حکومت جوړ كړے ؤ،د هغې ترمخه کارروائی کیږي۔ د قامی اسمبلۍ غړي شائسته پرویز د ضمنی پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر وو??يل د كو??ني?? چارو وزارت ترمخه سي ډي اے د راول ډیم د صفائی كمپائن پيل كړے، د پنجاب حکومت په مرسته سي ډي اے د صفائی كمپائن روان دے،په راول ډیم به د سپورټس هلي ځلي هم كېږي، سی ډی اے په راول ډیم كښې د سلګرو لپاره تفریحی ځايونه هم جوړ كړي ۔د اسمبلۍ غړو شاهدہ رحمانی، زهرہ ودود فاطمی او د نکهت شکیل ضمنی پوښتنو په ځواب وفاقی وزیر وو??يل بشري قاچاق كښې نه يواځي نارينه بلكه ميرمني او ماشومان هم ځپلې كېږي، بشري قاچاق په اړه قوانین شته،د خبرتيا كمپائن هم روان دے۔ده وو??يل اېف آئی اے هم د بشري قتچاق په اړه متحرك ده، قانون كښې د ښه والي لپاره دې تجاویز وركړې شي ، په هغې به عمل درآمد کولې شي۔ده وو??يل د 18م بدلون نه پس صوبو كښې د انسانی قاچاق معاملات صوبائی سبجیکټ دے، د بشري قاچاق مخنيوے د صوبو ذمه واري ده، د پولو او هوائي ميدانونو د لاري بشري قاچاق مخنيوے د وفاق ذمه واري ده۔ده ووئيل ق??نون سازی ښه كولو له نور كار كيدے شي، صوبائی معاملات كښې مداخلت نه شي كيدے۔د قامي اسمبلۍ غړي مهرین رزاق بھټو، ملك ابرار، سید جاوید علی شاہ او ډاکټر طارق فضل ضمنی پوښتنو په ځواب كښې وفاقی وزیر وو??يل يواځي سیکټر ای الیون كښې ډویلپمنټ چارجز لاګو نه دي ، سی 14، سی 15 او 16 كښې هم ډویلپمنټ چارجز لګولې شوي، پرمختيائي كارونو نه پس به دغه سیکټرو كښې د پلاټونو بيعه هم زياته شي، الاټیز ته په قسطونو كښې د ډویلپمنټ چارجز ادائیګۍ آسانۍ وركړې شوي۔ ډویلپمنټ چارجز ځكه لاګو شوي چې د بجلۍ ، سړكونو ، اوبو او سینی ټیشن معاملات حل کړې شي۔ده وو??يل ماډل ویلیج پروګرام سره د اسلام آباد په كلي والو سيمو كښې اسانۍ وركړې شوي ، سید پور كلي كښې د سېلګرو خوښۍ لپاره اقدامات شوي ۔ علی پور فراش كښې لو کاسټ هاؤسنګ پراجیکټ په اړه د ضمنی پوښتني په ځواب ده وو??يل نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی علی پور فراش كښې لو کاسټ هاؤسنګ پراجیکټ له په وخت ادائیګۍ نه ده كړي،دغه منصوبه 66 فیصده بشپړه شوې ، ښه به وي چې دا معامله اړوندي قائمه کمېټۍ ته ولېږلې شي په دې سپیکر دغه معامله قائمه کمېتۍ ته ولېږله۔ وفاقی وزیر وو??يل مارګله روډ تر بری امام د پراخه كولو كار روان دے،د كو??ني?? چارو وزارت سیرینا نه تر جناح کنونشن سینټر انډر پاس تجویز کړے ، فلائی اوور او د انډر پاسز بشپړه منصوبه جوړوو د كومي به چې ډېره زر د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ده وو??يل اېس سي او مشرانو غونډې په موقع جناح کنونشن سینټر كښې د دوو مياشتو په لنډه موده كښې سي ډي اے د ښكار كار ترسره كړے،بايد د سي ډي اے ښه كارونه وستائېلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
لکی کیٹ ایمانداری تفریحی ویب سائٹ
-
ANF seizes heroin capsules from air traveler at Faisalabad airport
-
Pakistan should follow Chinese model to achieve economic uplift: Ahsan
-
Serbian army to boost border control, curb migrants
-
Pakistan desires to boost bilateral ties with Sri Lanka: CJ Jamali
-
ATC grants bail to Waseem Akhtar in four cases
-
PG الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ کی سرکاری ویب سائٹ
-
گورنر آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
شمال مشرقی الیکٹرانکس گیم پلیٹ فارم: نئی دنیا کی طرف ایک قدم
-
لکی راٹ انٹرٹینمنٹ کا سرکاری داخلہ اور نئے دور کا آغاز
-
ٹی پی کارڈ گیم اے: تفریح اور ذہانت کا حسین امتزاج
-
زیما آن لائن: دیانت دار تفریحی ویب سائٹ کی تلاش